د نړیوالو کړکېچونو ډله، ICG وایي، طالبان چې تر ډېره د لویدیځو قدرتونو له خوا منزوي شوي هڅه کوي د سیمې له هیوادو سره اړیکې پراخ کړي.
ICG په یوه نوي راپورکې چې نن سې شنبې یې خپورکړ دا مسله چې د چین، پاکستان او ایران په څېر د افغانستان ګاونډیانو له طالبانو سره څه ډول تعامل کړی، څېړلې.
د دې بروکسل مېشتې ډلې څیړونکی ابراهیم باهیس وایي، د افغانستان ګاونډي هیوادونه له طالبانو سره له تعامل پرته بله لاره نه لري.
د ښاغلي باهیس په وینا کیدای شي د دې نفوذ په نتیجه کې د ښځو او نجونو په ګډون د زیانګاله افغانانو د ژوند په شرایطو کې د پام وړ ښېګڼه راشي. ICG دا راپور داسې مهال خپروي چې د طالبانو حکومت پرون د افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ د ابتکار، ترعنوان لاندې د یوه کنفرانس کوربه و.
په دې کنفرانس کې د بهرنیوچارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې حکومت یې له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل په لټه کې دی او نه غواړي له هیڅ لوري سره تقابل او ټکر کې ولویږي.