کابل کې د یو شمېر هېوادونو د استازو کنفرانس ورسېد

د غونډې یوه څنډه

په کابل کې د سیمې د یو شمېر هیوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو کنفرانس پای ته ورسېد.

د طالبانو د بهرنیو چارووزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي د افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ ابتکار په نوم د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو کنفرانس په بریالیتوب پای ته ورسېد.

دا کنفرانس نن مازېګر څلور نیمې بجې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په وینا پرانیستل شو.

امیرخان متقي د دې کنفرانس ګډونوالو ته په وینا کې په بهر کې له جوړیدونکو طرحو سره مخالفت څرګند کړ.

ده د کنفرانس ګډونوالو ته په وینا کې دا هم وویل چې په افغانستان کې د اوسنۍ حکومتولۍ درناوی وکړي.

ښاغلي متقي وویل:

" غواړم له دې فرصت څخه په استفاده تاسو عزیزانو ته یو واضح او ښکاره پیغام وړاندې کړم. د افغانستان اسلامي امارت، د انتخابونو ګټو، حکومتي ساختارونو او د نورو پراختیايي موډلونو ته درناوی کوي او په مقابل کې له نورو هم تمه کوي چې د انتخابونو ګټې او د افغانستان د حکومتولۍ د ماډل او پراختیا احترام وکړي."

د طالب چارواکو په وینا، د کابل په کنفرانس کې د روسیې، چین، ایران او پاکستان ترڅنګ د هند او اندونیزیا استازو هم ګډون کړی و.

د دې کنفرانس هدف د سیمه ییزې همکارۍ پراختیا، د متقابل احترام زیاتول، د سیمې اړوند مسایل او ترانزیت بلل شوی و.