د پاکستان او ایران چارواکو د امنیتي همکاریو د پراختیا هوکړه وکړه

د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیران

د پاکستان او ایران چارواکو نن وویل چې دواړه هېوادونه به په اړیکو کې د وروستۍ ترینګلتیا د پای ته رسولو لپاره د یو بل د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی کوي او په خپلو کې به امنیتي همکاري پراخوي.

دا خبره د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو:جلیل عباس جیلاني او حسین امیرعبداللهیان نن په اسلام آباد کې له خبرو وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

د ایران او پاکستان ترمنځ اړیکو کې کړکېچ وروسته له هغې زیات شوی چې دواړو یودبل په خاره کې هوایي بریدونه وکړل.

ښاغلي جیلاني په دې خبري کنفرانس کې وویل چې دواړه ګاونډیان له یوبل سره د اړیکو لپاره ډیرقوي چینلونه لري او وبه کولای شي چې له هغو څخه په استفادې هره موضوع حل او غلط تفاهم چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې رامینځ ته شوی، لیرې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیرحسین امیرعبداللهیان وویل چې دواړه هیوادونه په خپلو کې ښه تفاهم لري او زیاته یې کړه چې دوی پاکستان یو ورور، دوست او د ایران د ګاونډ امنیت د ایران امنیت او د ټولې سیمې امنیت انګېري.