رویټرز: سوریه کې د سپاه پاسداران یوه مرکز ته نیږدې برید شوی

د سوریې نقشه

رویټرز خبري اژانس په سوریه کې ایران ته د یوې نژدې سرچینې په قول وویل چې په سوریه کې پر هغه ځای هوايي برید شوی چې د سپاه پاسدران ځواکونه ور څخه کار اخلي.

د سوریې رسنیو هم وویل چې د دغه هیواد هوا ضد رادارونو د دمشق په جنوب کې د اسراییل د حملې په وړاندې غبرګون ښوولی دی.

رویټرز د ځايي رسنیو په قول ویلي چې نن (دوشنبې) د دمشق په لمنه کې د بي بي زینب زیارت ته نژدې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.