بایډن: په اردن کې پر امریکايي ځواکونو برید ته به ځواب ورکړل شي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشرجوبایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشرجوبایډن ژمنه وکړه چې هغه برید ته به ځواب ووایي چې سوریې پولې ته څېرمه د اردن په شمال ختیځ کې دېره د امریکایي ځواکونو پر یوې اډې د بې پیلوټه الوتکې له‌خوا شوی او په نتیجه کې یې درې امریکایي پوځیان ووژل شول.

بایډن د ایران ملاتړې ډلې په دغه برید کې په لاس لرلو تورنې کړې دي.

خو ایران په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي.

جوبایډن وویل، دغه برید د شنبې د ورځې ناوخته د جنوري په ۲۷مه نېټه شوی دی.

هغه ونه ویل چې په دغه پېښه کې څومره کسانو ته زیان اوښتی، خو یوه امریکایي چارواکي چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، وروسته وویل چې د پوځي پرسونل د لږترلږه ۳۴ غړیو معاینات وشول ترڅو معلومه شي چې مغزي صدمه یې لیدلې که‌نه؟

امریکایي چارواکو ویلي چې د دوی د ارزونې له مخې له هغو څو ډلو څخه چې د ایران له ملاتړه برخمنې دي، یوې یې پر امریکایي پوځیانو د دغه برید تر شا لاس درلود، خو په دې اړه باید دقیقه څېړنه وشي ترڅو معلومه شي چې دا کومه ډله وه.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړل او په دې اړه لګول شوي تورونه یې بې اساسه وبلل.

د دې وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل، په سیمه کې د مقاومت ډلې د تهران د امر تابع نه‌دي.