ایران څلور کسان اسراییل ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړل

ارشیف

د ایران قضایي اداره وایي چې ایران نن څلور کوردي اتباع خپل زاړه دښمن اسراییل ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړل.

دې ادرې ویلي چې دغه څلور کسان محمد فرامرزي، محسن مظلوم، وفا آ‌ذریار او پژمان فاتحي په اصفهان ولایت کې د ایران پر یوه دفاعي مرکز د اسراییل له خوا په یوې پلان شوې حمله کې په مرستې تورن شوي وو.

څلورواړه تورن کسان د ۲۰۲۲ کال په جولای کې نیول شوي او په سپټمبر میاشت کې په اعدام محکوم شوي وو.

د بشري حقونو ډلو په کراتو کراتو له ایرانه غوښتي وو چې دغه اعدامونه ودروي او هغه یې سیاسي انګېزه بللي وو.