اردن کې د درېيو امريکايي سرتېرو وژنه؛ ايران په کې لاس لرل رد کړل

د ايران بيرغ

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ نن دوشنبه ویلي چې تهران د سوریې پولې ته څېرمه د اردن په شمال ختیځ کې په هغه حمله کې لاس نه لري چې له کبله یې درې امریکايي پوځیان ووژل شول.

رویټرز اژانس راپور ورکړی، د ایران استازولۍ په یوه اعلامیه کې چې ایرنا خبري اژانس خپره کړې دا خبره کړې ده.

تر دې مخکې پرون د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په اردن کې د یوې بې پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې د درېیو امریکايي پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

د امریکا پوځ تېر ماښام تایید کړه چې یوې بې پیلوټه الوتکې په اردن کې د دغه هېواد ځواکونه په نښه کړل.

د معلوماتو له مخې په دغه بریدکې ۳ تنه عسکر ووژل شول او لږ تر لږه ۳۴ تنه نور ټپیان شول.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا برید د ایران پلوه ملېشو کار و.