طالبان: تر اوسه څه باندې ۱۲ میلیونه کسانو برښنايي تذکرې اخیستي

ارشیف

د طالبانو د حکومت د احصایې ریاست وايي چې د برښنايي تذکرو د وېش د بهیر له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې دولس میلیونه کسانو دغه تذکرې ترلاسه کړي دي.

د افغانستان ملي راډیو او تلوېزیون، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، پرون د جنورۍ ۲۸مه راپور ورکړ چې له اووه میلیونو څخه زیاتو نارینه‌وو او له پنځو میلونو زیاتو ښځو برښنايي تذکرې ترلاسه کړي دي.

د دغو تذکرو ډېره برخه په کابل او بیا په لویو ښارونو لکه هرات، ننګرهار، بلخ او کندهار کې وېشل شوې ده.

د برښنايي تذکرو د وېش بهیر د ۲۰۱۷ کال په پای کې په جمهوري نظام کې پیل شو.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې یواځې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې تر شپږ میلیونو زیات برښنايي تذکرې ترلاسه کړي دي.