کابل سبا د سیمې د هېوادونو د ځانګړو استازو کوربه دی

د افغانستان په نقشه کې کابل ښار

د طالبانو حکومت وايي، سبا دوشنبې په کابل کې د ګاونډیانو او د سیمې د هېوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو په ګډون یوه غونډه جوړېږي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حافظ ضیا احمدتکل پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي دي چې په دې غونډه کې به د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیمه ایز روایت پر ایجاد او د سیمه ایزو همکاریو د پراختیا په اړه هراړخیز بحثونه وشي.

په پام کې ده چې په دې غونډه کې د روسیې، چین، ایران او پاکستان استازي ګډونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د راروانې فبروري میاشتې په اتلسمه او نولسمه په دوحه کې د ملګرو ملتونو ترمشرۍ لاندې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي او د افغانستان په اړه بحثونه پکې وشي.