پاکستاني پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړي نيولي

د اعتراض کوونکو د نیولو يوه څنډه

د پاکستان پولیسو نن په لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړي چې د دې غورځنګ د مشر منظور پشتین د خوشې کېدو لپاره یې اعتراض کاوه ونیول.

دا معترضان د لاهور په آزادۍ چوک کې راټول شوي وو.

پولیس وايي د بېړني قانون له مخې په دې ایالت کې تر پنځو د زیاتو کسانو په راټولېدو، غونډو، لاریونونو، د وسلو او موټرسایکل پر غبرګه سپرلۍ او د لوډ سپیکر پر ناسم استعمال بندیز لګېدلی دی.

پولیسو تایید کړې چې په پنجاب ایالت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر رحیم وزیر په ګډون یې اوه تنه فعالان نیولي دي.

منظور پشتین د جنوري په ۴مه د پنجاب په جېلم زندان کې بندي دی.