دوو مول وهلو وسله والو نن د ترکیې د استانبول ښار په یوه کلیسا کې یو تن په ډزو وواژه.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرليکایا وویل د بریدګرو د نیولو لپاره هلې ځلې روانې دي.
يرليکایا د دې حملې د غندنې ترڅنګ زیاته کړه چې دا پېښه نن سهار اته بجې او ۴۰ دقیقې د ایټالویانو په سانتاماریا کلیسا کې شوې.
دا کلیسا د استانبول په سرایر ناحیه کې ده.