ټیسټ کرکټ؛ ویسټ اینډیز اسټرالیا ته ماتې ورکړه

د ویسټ اینډیز یو کرکټ لوبغاړی

د ویسټ اینډیز کرکټ ملي لوبډلې په دویمې ټيسټ سیالۍ کې کوربه اسټرالیا ته د ۸ منډو په تفاوت ماتې ورکړه.

یاده سیالي چې د اسټرالیا په برسبن ښار کې د جنورۍ میاشتې په ۲۵مه نېټه پیل شوې وه نن(د جنورۍ ۲۸مه) پای ته ورسېده.

د دې ټیسټ سیالۍ په دوو پاڼیو کې ویسټ اینډیز په ترتیب سره ۳۱۱ او ۱۹۳ منډې کړې وې. د یادې لوبډلې په توپوهونکو کې جشواډیسیلوا، کېوېم هاج او کېوېن سېنکلیر نیمه سیلیزې وهلې وې.

اسټرالیا ته په دواړو پاڼیو کې میچل سټارک او جاش هاذلیووډ پينځه ـ پینځه لوبغاړي سوځولي وو.

د اسټرالیا توپوهونکو په لومړنۍ پاڼۍ کې ۲۸۹ منډې کړې وې او په دویمې پاڼۍ کې یې د ۲۱۶ منډو هدف پوره نکړای شو او تر ۲۰۸ منډو جوړولو وروسته یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.

اسټرالیا ته په لومړۍ پاڼۍ کې عثمان خواجه، پاټ کمېنس او الیکس کیري نیمه سلیزې وهلې وې او په دویمې پاڼۍ کې د سټیف سميټ د ۹۱ ناسوځېدلو منډو پر مټ یې هم سیالي ونه شوه ګټلی.

د ویسټ اینډیز توپ اچونکي شمر جوزیپ په دویمې پاڼۍ کې د اسټرالیا ۷ لوبغاړي وسوځول او د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.

یادو لوبډلو یوازې د دوه ټیسټ سیالیو لوبلړۍ ولوبوله چې لومړۍ یې اسټرالیا ګټلې وه او تر دې وروسته به د یو ورځنیو او بیا د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ولوبوي.