امریکايي چارواکي وايي، له چین څخه یې غوښتي چې له خپل نفوذه په کار اخیستو ایران ته قناعت ورکړي چې پر بېړیو د حوثیانو د حملو مخه ونیسي.
حوثي وسله وال له څو میاشتو راهیسي په سور سمندرګي کې پر تېرېدونکو سوداګري بېړیو بریدونه کوي.
اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د څو امریکايي چارواکو په قول، چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي، وویل دا غوښتنه د سپینې ماڼۍ سلاکار جیک سالیوان د چین له باندنیو چارو وزیر وانګ يي سره په کتنه کې کړې ده.
دواړو خواوو د جمعې په ورځ په بنکاک کې سره لیدلي وو.