ګوټېرېش: په ترهګرۍ کې د ملګرو ملتونو ښکېل هر کارکوونکی بې ځوابه نه پرېښودل کېږي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټېرېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش نن یکشتنبې ژمنه وکړه چې د دې سازمان هر کارکوونکی به چې په ترهګرۍ کې لاس ولري، بې ځوابه پرې نه ږدي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، سرمنشي دا خبره وروسته له دې وکړه چې اسراییل د فلسطیني کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځینې کارکوونکي تورن کړل چې پر اسراییل د تېر کال د اکټوبر د اوومې نېټې په حملې کې یې لاس درلود.

د اسراییل له دې توره وروسته د امریکا، کاناډا، استرالیا، فنلنډ او سویس په شمول یو شمېر هېوادونو د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ته مالي مرستې ودرولې.

له دې اقدامه وروسته سرمنشي له حکومتونو وغوښتل چې د ملګروملتو د دې ادارې ملاتړ ته دوام ورکړي.