د چین يوه شرکت د افغانستان په څو کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شهاب الدين دلاور

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د چین 'سي ډي سي' شرکت په افغانستان کې د مسو، سربو او جستو په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د دغه چینايي شرکت رييس د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور سره په کابل کې کتلي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت پرون شنبې پر خپله ایکسپاڼه کښلي چې په دې کتنه کې د افغانستان په کاني سرچینو کې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وشوې.

طالبانو د تېر کال په جنورۍ کې د شینجین د منځنۍ اسیا د تېلو او ګازو له شرکت سره د امودریا د حوزې د تېلو د استخراج قرارداد، چې ارزښت یې ۵۴۰ میلیون ډالره کېږي، لاسلیک کړ.