په عراق کې د بهرنیو پوځیانو پر راتلونکي د خبرو لومړی پړاو بشپړ شو

په عراق کې د امریکايي ځواکونو یوه پوځي اډه

د عراق او د امریکا د متحدو ایالتونو چارواکو په عراق کې د امریکايي او نورو بهرنیو پوځیانو پر راتلونکي د خبرو لومړی پړاو پرون شنبه بشپړ کړ.

بغداد هیله‌من دی چې دغه بحثونه به یوه مهالوېش ته زمینه برابره کړي چې له مخې یې په عراق کې د بهرنیو ځواکونو حضور کم شي.

دا مهال د اسلامي دولت ډلې یا داعش خلاف د نړیوال ایتلاف په چوکاټ کې شاوخوا ۲۵۰۰ امریکايي پوځیان په عراق کې دېره دي.

دغه ایتلاف په ۲۰۱۴م کال کې هغه وخت جوړ شو چې دغې افراطي ډلې د عراق او ګاونډي هېواد سوریې پر زیاتو برخو ولکه تینګه کړې وه.

د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، کله چې د اکتوبر پر اوومه د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه پیل شوې، په عراق او سوریه کې د امریکا په مشرۍ پر ایتلاف په وار وار حملې شوې دي.

دا حملې د هغو افراطي ډلو له خوا شوي چې ویل کېږي د ایران له ملاتړه برخمنې دي.