د طالبانو لوی درستیز: د عاصم منیر وروستۍ څرګندونې له سپکاوي ډکې دي او د دوی بې کفایتي ښیي

د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال عاصم منیر

د طالبانو د حکومت د پوځ د لوی درستیز د پاکستان د پوځ د لوی درستیز د څرګندونو په تړاو شاوخوا دوه ورځې وروسته غبرګون ښودلی.

د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت د افغانستان په اړه د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال عاصم منیر وروستۍ څرګندونې له سپکاوي ډکې او د پاکستاني چارواکو بې غوري بللې.

د طالبانو د دفاع وزارت نن په ایکس شبکې (پخواني ټویټر) کې د ښاغلي فطرت له قوله لیکلي چې پاکستاني چارواکي د خپلو اتباعو د امنیت په تامین کې پاتې راغلي او د خپلې ناکامۍ پړه د طالبانو پر اوږو اچوي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز د تېرې چهارشنبې په ورځ وویل چې د یوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی.

د طالبانو لوی درستیز وايي، د غیر مسوولانه نظرونو څرګندول نه یوازې دا چې ستونزه نه حلوي بلکې دا د دواړو ګاونډیو هېوادونو ښې اړیکې زیانمنوي.