طالبان: پاکستان تېره یوه میاشت کې ۷۵۳۵ افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي

ارشیف: له پاکستانه کندهار ته ایستل شوي کډوال

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېره څه باندې یوه میاشت کې تر ۷۵۰۰ زیات افغانان یوازې د سپین بولدک له لارې افغانستان ته اخراج کړای شوي دي.

دغه وزارت پرون په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په دې یوه میاشت کې د ۷۵۳۵ افغانانو تر څنګ ۳۰۵ نور زنداني افغانان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو هم تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته رسېدلي دي.

دغه وزارت ویلي چې راستانه شوي افغانان له ثبت وروسته د لومړنیو مرستو ترلاسه کولو په هدف د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ او نورو بنسټونو ته ورمعرفي شوي دي.

د طالبانو حکومت ویلي چې تر اوسه تر ۸۰۰زرو ډېر افغانان له پاکستانه افغانستان ته ایستل شوي دي.

د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو ډله ییز اخراج ګړندی شوی دی.