له درېیو ولایتونو پرته په ټول افغانستان کې د واورې او باران ورېدو اټکل شوی

ارشيف: په پکتيا کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زيانونو انځور

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې چې د طالبانو په کنټرول کې ده، نن یکشنبه هم له کونړ، ننګرهار او نیمروز پرته په ټول هېواد کې د واورې او باران د اورېدو اټکل کړی دی.

دغې ادارې پرون په یوه اطلاعیه کې ویلي چې د کوشک او کاشان، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، میدان وردګ، غوربند، پنجشېر، لغمان، کونړ، نورستان، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان سینديزو حوزو کې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

د هواپېژندنې ادارې د دغو سینديزو حوزو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې د ناڅاپي سېلابونو راوتلو ته تیار وي او د ځانونو د خوندیتوب اقدامات وکړي.