د فیلیپین جنوب کې ناکرارۍ؛ پوځ ۹ مشکوک وسله‌وال وژلي

ارشيف: د فیلیپین ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د فیلیپین چارواکي وايي، د دغه هېواد په جنوب کې چې ناکراري په کې زیاته ده، د پوځ له خوا ۹ تنه مسلمان مشکوک وسله‌وال وژل شوي دي.

پوځ پرون شنبه ویلي چې په وژل شویو کې دوه هغه کلیدي مشکوک کسان هم شامل دي چې د تېرې میاشتې په بمي حمله کې یې لاس درلود، په هغه حمله کې ۴ عیسوي عبادت کوونکي وژل شوي وو.

د پوځ ویاند لویي دیما الا ویلي، د دولة اسلامیه وړې ډلې په وړاندې چې له داعش ډلې تړلې ده، دغه عملیات د پنجشنبې په ورځ شوي او پر مهال یې ۴ پوځیان ټپیان شوي هم دي.

پوځ وايي، له پنجشنبې تر جمعې پورې د دوی ځواکونه له ۱۵ افراطي وسله‌والو سره په ډزو بوخت وو.

وروسته په کور کې کلابند شول. د فیلیپین چارواکي وايي، د نهو وژل شویو له ډلې د اتو هویت تثبیت شوی دی.

د ډسمبر میاشتې پر درېیمه د ماراوي ښار د یوه پوهنتون په جمنازیوم کې د عبادت کوونکو پر یوه ډله د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي وو.