په افغانستان کې د 'نی' د فعالیت درېدنه یوه نه جبرانېدونکې ضایعه وبلل شوه

ارشيف

د افغانستان د خبریالانو مرکز له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی فعالیت درېدل یوه نه جبرانېدونکې ضایعه بللې ده.

دې مرکز تېره شپه په یوه اعلامیه کې هیله ښودلې چې د نی فعالیتونو د بیا پیل لپاره زمینه برابره شي.

په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی مسوول مجیب خلوتګر د پنجشنبې په ورځ یوه ویډیو کې وویل، په افغانستان کې سياسي وضعيت او نامناسبو شرايطو ته په کتو به دوی د موقت وخت لپاره فعالیت ونه لري.