د خوست له هوایي ډګره کابل او متحد عربي اماراتو ته الوتنې پيل شوې.
دا هوایي ډګر د جمهوریت په وخت د۹۹۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شو، خو تر اوسه ترې الوتنې نه کېدې.
له دې هوایي ډګره پرون د اریانا افغان هوایي شرکت یوه الوتنه د متحد عربي اماراتو العین ته ترسره شوه او له کابله په همدې ورځ د اریانا یوه الوتکه خوست ته ولاړه.
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې تر دې وروسته به د اریانا افغان هوایي شرکت الوتکې له خوسته د اوونۍ دوه ځله، کابل او العین ته مسافر وړي راوړي.