د افغانستان په بدخشان کې د نسکورې شوې روسۍ الوتکې ژغورل شوي پیلوټ د عامو افغانانو ستاینه وکړه چې له دوی سره یې مرسته کړې ده.
دیمیتري بلیکوف په مسکو کې پرون خبرې غونډې ته وویل: "تاسو ښایي د افغانانو په خوی بلد یاست چې دوی مرستې ته راغلل او له موږ سره یې همکاري وکړه."
روسیي 'فالکن لس' الوتکه چې د پيلوټانو په شمول شپږ تنه پهکې سپاره وو د جنوري په شلمه د بدخشان په فضا کې ورکه شوه او بیا د یکشنبې په ورځ د بدخشان په کوف اب غرنۍ سیمه کې وموندل شوه، په دې پېښه کې دوه پيلوټان او دوه تنه نور ژوندي پاتې شول.
پیلوټ بلیکوف وویل چې د یخې هوا له کبله ماشین ته د تېلو په لېږدېدو کې ستونزه پيدا شوه چې له امله یې الوتکې سقوط وکړ.