د فلسطیني کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره وایي چې د خپلو څو تنو هغو کارکوونکو په اړه یې تحقیقات پیل کړي چې تور پرې پورې شوی چې پر اسراییل یې د اکټوبر د اوومې نېټې په بریدونو کې لاس درلود.
دا بریدونه حماس ډلې کړي وو چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.
د فلسطیني کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې پرون وویل چې له دغو مشکوکو کارکوونکو سره یې اړیکې پرې شوي دي.
واشنګټن وایي، تر هغو به پر دې ادارې خپلې مرستې بندې کړي چې دا پېښه سمه ونه څېړل شي.
بل لور ته د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیپ بوریل ویلي چې اروپایي ټولنه به دا مسئله وارزوي او بیا به خپله پرېکړه اعلان کړي.