بیلګورود کې د الوتکې ویشتلو پېښه؛ د پوتین ادعا: دا اوکرایني ځواکونو ویشتلې

بیلګورود کې د ویشتل شوې الوتکې پاتې شونې. په دې الوتکه کې چې د چهارشنبې په ورځ نسکوره شوه څلور اویا کسان ووژل شول چې د روسانو په وینا له دې ډلې پنځه شپېته اوکرایني اسیر پوځیان وو.

د روسیې ولسمشر ادعا وکړه چې هغه پوځي الوتکه چې د چهارشنبې په ورځ د اوکراین پولې ته نژدې ولوېده او په لسګونو اوکرایني پوځي اسیران په‌کې ووژل شول، اوکرایني ځواکونو ویشتلې ده.

مسکو پر کییف تور ولګاوه چې الیوشین ایل۷۶ روسي الوتکه د بیلګورود پر فضا اوکرایني ځواکونو غورځولې ده.

په دې الوتکه کې چې د چهارشنبې په ورځ نسکوره شوه څلور اویا کسان ووژل شول چې د روسانو په وینا له دې ډلې پنځه شپېته اوکرایني اسیر پوځیان وو.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د تلوېزیوني وینا پر مهال وویل چې دی نه پوهېږي چې اوکرایني ځواکونو دا الوتکه قصداً ویشتلې که سهواً، خو دا ښکاره ده چې دوی ویشتلې او په هر صورت دا یو جنایت دی.

ولسمشر پوتین زیاته کړه چې دا ممکنه نه ده چې دا الوتکه دې سهواً د روسیې هوایي دفاعي سیستم ویشتلې وي، ځکه چې د ده په وینا د دوی داسې هوایي دفاعي سیستم دی چې دوست او دښمن پېژني.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

پوتین بیا وویل چې دا توغول شوي توغندي احتمالاً امریکایي یا فرانسوي دي او مسئله به په دوو درېیو ورځو کې روښانه شي.

بل لور ته د اوکراین په پارلمان کې د بشري حقونو کمېشنر دیمیترو لوبینتس د ازادي راډیو اوکرایني څانګې ته پرون وویل چې د قضیې د وضاحت لپاره په نړیواله سطحه بې طرفه تحقیقات په‌کار دي.

لوبینتس وویل: "په دې خاصه مرحله کې له موږ سره هېڅ داسې څه نه شته چې دا تایید کړي چې په الوتکه کې د اوکراین جنګي اسیران وو، یا دا په یو دلیل ثابته کړو. له عکسونو او ویډیوګانو پرته چې روسیې خپاره کړې دي، بل څه دا نه تاییدوي؛ داسې اطلاعات هم نه لرو چې دا رد کړي. له دې امله اوکراین تل قانوني دریځ خپل کړی. موږ د پېښې ځای ته د یوه نړیوال کمېسیون د تګ غوښتنه کوو چې ټول مواد ترلاسه کړي او بې پرې تحقیقات وکړي."

روسیې ویلي وو چې اوکرایني اسیران یې د تبادلې لپاره په الوتکه کې لېږدول، خو کییف ویلي چې دوی ته روسانو داسې خبر نه و ورکړی.

رویټرز اژانس څرګندوي چې د روسیې رسنیو له خوا د هغو پنځه شپېته اوکراینیانو په نوملړ کې چې ویل کېږي په الوتکه کې سپاره وو، اختلاف شته.