پر امریکایي بېړۍ د حوثیانو توغندیز برید ناکام شو

د ایران له ملاتړه یو شمېر برخمن حوثي وسله وال

د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو هغه توغندی له منځه تللی چې د امریکا د متحده ایالتونو یوه بحري جنګي بېړۍ يې په نښه کړې وه.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د امریکا مرکزي قومندانۍ سنټکام په یوه بیان کې ویلي، د یمن حوثي وسله والو تر خپل کنټرول لاندې سیمو څخه د عدن په خلیج کې د کښتۍ ضد یو قاره ویشونکی توغندی د (یو اس اس کارني) کښتۍ پر لور وتوغاوه.

په بیان کې راغلي، امریکايي کښتۍ دا توغندی له منځه وړی او د احتمالي زیانونو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

د یمن حوثي وسله والو دوه میاشتې وړاندې پر غزې د اسراییلو د بریدونو په ځواب کې په سره سمندرګي کې پر کښتو بریدونه پیل کړل.