له پاکستانه کندهار ته ستانه کړای شوي ځينې کډوال له بې کارۍ شکايت کوي

له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي کډوال

کندهار ته له پاکستانه تازه ستانه کړای شوي يو شمېر کډوال د بې کارۍ څخه شکایت کوي او وايي چې د کار د نشتوالي له کبله د سختو اقتصادي ستونزي سره مخ دي.

د دوی په خبره په دې کډوالو کې مسلکي کسان هم شته چې باید په کارونو وګمارل شي او غیرمسلکي کسانو ته دې د کسبونو د زده کړې زمینه برابر شي.

بلخوا د طالبانو د حکومت د کندهار کډوالو چارو ریاست مسولان وايي چې د موسساتو په مرسته يې یو شمېر کډوال ته د کوچنيو کاروبارونو زمینه برابره کړې ده.

نور جزييات د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

کندهار ته د تازه ستنو شویو افغانانو د بې کارۍ ستونزه