ايراني چارواکو په کابل کې د يوې سيمه ييزې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی

د کابل ښار يوه څنډه

د ایران یوه چارواکي په کابل کې د یوې سیمه ییزې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی چې د ایران، پاکستان، روسیې او چین چارواکي په کې ګډون کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید رسول موسوي پرون په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې د دې غونډې خبر ورکړی چې د دوحې د پلان شوې غونډې په درشل کې جوړېږي.

موسوي لیکلي چې دا غونډه د سیمې د سولې، ثبات او د افغانانو سوکالۍ ته د ګاونډیو ځانګړې پاملرنه څرګندوي.

د طالبانو د دوحې دفتر مشر سهیل شاهین ویلي چې دغه غونډه د راروانې دوشنبې په ورځ جوړېږي.

د دې تر څنګ د کابل لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او د افغانستان لپاره د ایران سفیر حسن کاظمي قُمي ویلي، د سیمې امن او ثبات د افغانستان له ثبات او امن سره تړلی دی.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، د فبرورۍ میاشتې پر ۱۸مه او ۱۹مه په دوحه کې د افغانستان په باب غونډه جوړېږي چې په وینا یې د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي په کې ګډون کوي.