د طالبانو له بنده د رسنيو د ټولو کارکوونکو او خبريالانو د خوشې کېدو غوښتنه وشوه

ارشيف

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د طالبانو له بنده د رسنیو د ټولو کارکوونکو او خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

دغه بنسټ پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې د جاپان د کیودو خبري اژانس د خبریال احسان اکبري د خوشې کېدو هرکلی وکړ او ویلي یې دي د خبریالانو نیول، د رسنیو د قانون خلاف او د رسنیو د شکایت اورېدنې کمېسیون له اصولو سره په ټکر کې دي.

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي چې افغانستان کې "تر دې وړاندې هم ځینې خبریالان او د رسنیو فعالان د نامعلومو دلایلو او د رسنیو د قانون خلاف بندیان شوي دي."

دغه بنسټ دا ډول چلند، د بیان د ازادۍ په اړه د اوسنیو واکمنانو د پخوانیو ژمنو خلاف عمل بللی دی.

د بې پولې خبریالانو ټولنې تېره چهارشنبه د طالبانو د استخباراتو له خوا د یو شمېر خبریالانو نیول غندلي وو او په یوه بیان کې یې ویلي وو چې طالبان باید د افغان خبریالانو د کار په وړاندې خنډونه جوړ نه کړي.

بیان کې ویل شوي وو چې د طالبانو استخباراتو لږترلږه درې افغان خبریالان نیولي چې له ډلې یې دوه تنه تر دوو ورځو بند وروسته خوشې شوي دي.

درېیم تن، یعنې د جاپان د کیودو خبري اژانس خبریال احسان اکبري چې د جنورۍ پر ۱۷مه کابل کې نیول شوی و، پرون پنج

شنبه خوشې شو.