يوې مخالفې ډلې په کابل کې د دوو طالبانو د وژلو او درېیو نورو د ټپي کولو ادعا کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولايت موقعیت

د طالبانو مخالفې ډلې، د افغانستان د خپلواکۍ جبهې په کابل کې د دوو طالبانو د وژلو او درېیو نورو د ټپي کولو ادعا وکړه.

دغې جبهې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی چریکي وسله والو تېره شپه د کابل په خیرخانه کې د طالبانو پر پوسته دا حمله کړې ده.

د اعلامیې له مخې په دې حمله کې د طالبانو یو رنجر ډوله موټر هم تخریب شوی دی.

طالبانو د دې موضوع په باب تبصره نه ده کړې.