غزه کې د منځګړیتوب هڅې؛ انالینا بایربوک په همدې تړاو اردن ته ځي

د جرمني د بهرنيو چارو وزيره انالينا بايربوک

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک دفتر وايي چې هغه په پام کې لري چې د غزې په جګړه کې د منځګړیتوب د هڅو په تړاو اردن ته هم لنډ سفر وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د هیئت یوه غړي نن جمعه تر روانېدو مخکې ویلي چې بایربوک به ختیځې افریقا ته تر سفر وروسته اردن ته هم لنډ سفر وکړي او هلته به د شنبې په ورځ د منځني ختیځ پر بحران سیاسي خبرې وکړي.

په غزه کې د اسراييل هوايي او ځمکني عملیات لا هم دوام لري او ټاکل شوې د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي استخباراتو مشر ویلیم برنز په غزه کې د لنډمهاله اوربند پر ټینګښت او د پاتې یرغمل شویو کسانو پر خلاصون د اسرايیل، مصر او قطر له چارواکو سره وګوري.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، چې برنز به دغه سفر په راروانو ورځو کې وکړي، خو د امریکا استخباراتي ادارې او سپینې ماڼۍ د دې سفر خبر تایید کړی نه دی.

په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی توندلارې ډلې حماس د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراييل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.