پر بېلاروس حکومت د امريکا او اروپايي ټولنې نيوکې زیاتې شوي

د بېلاروس بيرغ

امریکا او اروپايي ټولنې د بېلاروس رژیم دا اوونۍ پر سیاسي مخالفانو د بریدونو په خاطر تر نیوکو لاندې نیولی.

د بشري حقونو مدافع ډلو ویلي چې د بېلاروس امنیتي ادارو څه باندې ۱۵۰ تنه نیولي دي.

د ویاسنا بشري حقونو ډلې ویلي چې د بېلاروس رژیم د سیاسي بندیانو کورنۍ او تازه خوشې شوي خلک هدف ګرځولي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزپ بورل ویلي دا ټولنه وروستۍ ځپنې په تر ټولو سختو ټکو غندي.

واشنګتن هم په ورته اقدام کې پر بشري حقونو د بېلاروس د رژیم حملې او د هغه هېواد د خلکو د ډيموکراټیکو هیلو د ماتولو لپاره هڅې غندلي.