د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر نی په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د بندولو اعلان وکړ.
د دغه دفتر رییس عبدالمجیب خلوتګر د پنجشنبې په ورځ په دې اړه په یوه پیغام کې ویلي: "اوسني سیاسي وضعیت او نامساعدو شرایطو ته په کتو د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر یا نی مشرتابه په خپله وروستۍ ناسته کې چې د روان کال په جدي میاشت کې وشوه دې پرېکړې ته ورسېدل چې د نی فعالیتونه په موقت ډول په افغانستان کې ودرول شي."
د خلوتګر په خبره چې نی اولس کاله په افغانستان کې د ازادو رسنیو او خبریالانو د ملاتړ لپاره فعالیت وکړ.
نی داسې وخت په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د بندولو اعلان وکړ چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د رسنیو د ملاتړ اکثر ادارې له هېواده بهر فعالیت کوي او په کور دننه د طالبانو له محدودیتونو سره مخ دي.