د افغانستان او نیپال د نولس کلنو څخه کم عمره لوبډلې سیالي کوي

د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې لوبغاړي د لوبې پر مهال

د افغانستان او نیپال د نولس کلنو څخه کم عمره لوبغاړي د کرکټ په نړیوال جام کې نن لوبه لري.

د دوی لوبه د جنوبي افریقا په ایست لندن کې ده چې د کابل په وخت د غرمې دولس نیمې پیلېږي.

افغانستان د نړیوال جام په ګروپي دور کې خپلې درې لوبې بایللي او د نیپال په وړاندې د لوبې ګټل ورته ځکه حیاتي ارزښت لري چې ښايي بل پړاو ته ووځي.

دمګړی د نولس کلنو د نړیوال جام په ډي ګروپ کې تر پاکستان او نیوزیلنډ وروسته نیپال په دریم او افغانستان په څلورم مقام ولاړ دی.