الباس: په عراق کې باید د امریکا په مشرۍ پر بهرنیو ځواکونو حملې ودرول شي

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل الباس

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل الباس وايي، په عراق کې باید د امریکا د متحدو ایالتونو په مشرۍ پر بهرنیو ځواکونو روانې حملې ودرول شي.

دغه بهرني ځواکونه د اسلامي دولت افراطي ډلې یا داعش د وسله‌والو په وړاندې مبارزه کوي.

د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر پرون پنجشنبه عراق ته د سفر پر مهال ویلي، هسپانوي ځواکونه د عراق د دولت په غوښتنه په دغه هېواد کې دي، کله چې بغداد وغواړي دغه ځواکونه به له عراقه ووځي.

هسپانیا د امریکا د متحدو ایالتونو په مشرۍ د ایتلاف په چوکاټ کې عراق ته خپل ځینې ځواکونه لېږلي دي.

په عراق او سوریه کې د دغه ایتلاف پر ځواکونو له اکتوبر میاشتې راهیسې د ایران پلوه ملېشو له خوا تر ۱۵۰ ځلو ډېرې حملې شوې دي.