په روسیه کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د یوې خبریالې د بند سل ورځې پوره شوې

په روسیه کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو بندي خبریاله السو کورماشایووا

په روسیه کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خبریالې السو کورماشایووا د بند پرون پنجشنبه سل ورځې پوره شوې.

که څه هم په دې اړه فشارونه زیات شوي چې د نورو امریکايي وګړو په څېر په روسیه کې د هغې زنداني کول هم ناحقه وګڼل شي، خو دغه خبریاله لا هم په بند کې ده.

کله د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له ویاند ودانت پاټېل تېره چهارشنبه پوښتنه وشوه چې ایا د بهرنیو چارو وزارت دا زنداني کول ناحقه ګڼي که څنګه، هغه ویلي: 'زه تازه معلومات نه لرم چې دغه زندان کولو ته کوم مشخص نوم ورکړم، خو په بهر کې د امریکايي وګړو خوندیتوب زموږ لپاره لومړیتوب دی."

د ازادې اروپا/ازادي راډیو عمومي رییس سټیفن کاپس هیله ښوولې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغې زنداني کول ناحق وګڼي

هغه ویلي، په غیرموجه ډول یوه ورځ هم د زندان د تورو تمبو شا ته تېرول یوه غمیزه ده، خو په زندان کې د یوې امریکايي وګړې سل ورځې بند تېرول غوسه پاروونکې ده.

دغه اعلان به د دې خبریالې چې هم د امریکا د متحدو ایالتونو او هم روسیې تابعیت لري، د دوسیې موضوع بیا راپورته کړي او دا زنداني کول به د سیاسي انګېزې له مخې وګڼل شي.

د امریکا دوه نور وګړي هم د روسیې له خوا نیول شوي چې یو یې د والسټریت ژورنال خبریال ایوان ګیرشکوویچ او بل د سمندري ځواکونو پخوانی غړی پال ویلان دی چې د هغوی توقیف ناحقه ګڼل شوی دی.