طالبانو د جاپاني رسنۍ نیولی خبریال بېرته خوشې کړ

د جاپان بیرغ

د جاپان د کیودو خبري آژانس خبریال احسان اکبري چې د طالبانو د استخباراتو له خوا په کابل کې نیول شوی و، له نهه ورځو توقیف وروسته نن ازاد شو.

د ښاغلي اکبري د کورنۍ یوه غړي د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې نوموړی نن له غرمې وروسته په درېیو بجو خوشې شو.

یوې بلې سرچینې چې هویت یې پټ ساتل شوی، دې مرکز ته ویلي چې احسان اکبري وروسته له هغې خوشې شوی چې د طالبانو له استخبارتو سره یې ژمنه کړې او هم هغوی د ده د هویت ځینې اسناد له ځان سره ساتلي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغه خبریال د خوشې کیدو د هرکلي ترڅنګ ویلي چې نیونه یې غیرقانوني وه او آزادي یې باید نه وای سلب شوې.