طالبانو د سیمې هېوادونو سره د مثبت تعامل زیاتوالي په اړه د مشورو غوښتنه وکړه

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وایي، د سیمې هېوادونه باید له افغانستان سره د مثبت تعامل د زیاتوالي او دوام لپاره سیمه ‌ییزې سلامشورې ترسره کړي.

متقي دغه غوښتنه پرون چهارشنبې په کابل کې د سیمې د هېوادونو له یو شمېر سفیرانو او د ډیپلوماتیکو استازولیو له سرپرستانو سره په غونډه کې وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې متقي په دې غونډه کې چې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند، ترکیې او اندونیزیا لوړپوړو ډیپلوماټانو ګډون په‌کې کړی و، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره پر مثبت تعامل په ټینګار سربېره له ګډونوالو وغوښتل چې د یوې سیمه ییزمحوره تګلارې پر مټ دې په افغانستان کې له راټوکېدلو فرصتونو ګټه پورته کړي او د بالقوه ګواښونو د مدیریت په تړاو دې په خپلو کې همغږي ولري.

متقي په سیمه کې د بالقوه ګواښونو د مدیریت لپاره د همغږۍ غوښتنه داسې مهال کوي چې د افغانستان اکثره ګاونډیانو د طالبانو د واکمنۍ په نژدې دونیمو کلونو کې له دې هېواده د امنیت او مخدره موادو د قاچاق په ګډون د ځینو ګواښونو په وړاندې تل اندېښنې څرګندې کړې دي.

سره له دې چې د سیمې اکثریت هېوادونو د طالبانو له حکومت سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ټینګې کړي، خو تراوسه یې د هغوی حکومت لکه د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په رسمیت نه دی پېژندلی.