ملګري ملتونه: له مختلفو بحرانونو سره د مخ افغانانو لاسنیوی دې وشي

ارشیف: په ارزګان کې وچکالۍ او د اوبو کمښت خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو ضد اداره وایي، اوس یې وخت دی چې د افغانستان د خلکو چې له مختلفو بحرانونو سره مخ دي، لاسنیوی وشي.

د افغانستان لپاره د دې ادارې مشرې انوبه سود پرون چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې د کوکنارو له کرڅخه د بزګرو د منعه کولو، د اقلیم د بدلون او هېواد ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو اغېزې او هم د نشه یي توکو پراخ استعمال ټول د دې سبب شوي چې د افغانانو جدي اړتیاوې زیاتې شي.

مېرمن سود په یوه وېډیو کې چې پر دې پاڼه یې خپره کړې د نورو ستونزو ترڅنګ ویلي چې د کوکنارو پر کر د طالبانو د حکومت له خوا د ۲۰۲۲ کال بندیز د دې سبب شوی چې بزګر د خپل عاید ډېره برخه له لاسه ورکړي او د اقلیم د بدلون له امله رامنځه شوې وچکالي هم د بزګرو پر کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ ډېره ناوړه اغېزه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د تېرې سې شنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې سږ کال د پام وړ واورې د نه ورېدلو له امله ښايي دا هېواد ډېره شدیده وچکالي تجربه کړي.

د دغې ادارې په وینا، دغه وچکالي به په افغانستان کې د اوبو لګولو پرسیستمونو، کرنې، کرنیزو محصولاتو او څړځایونو ډېراغېز وکړي.