د غزې په خان یونس کې د اسراییلو د بریدونو له کبله درانه تلفات اوښتي

په غزه کې د روانو جګړو یو انځور

د غزې په خان یونس کې د ملګرو ملتونو د زده کړې یو مرکز چې په سیمه کې په زرګونو بې ځایه شویو په‌کې پناه اخیستې، د اسراییل تر حملو لاندې راغلی چې د دې مرکز د مسوولانو په وینا ډېر تلفات یې اړولي دي.

په غزه کې د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي چې نوم یې نه‌دی ښودل شوي ویلي چې پر دې مرکز د اسراییل له حملې وروسته په څو ودانیو کې اور لګېدلي او د دې وېره شته چې خلکو ته په درانه تلفات اوښتي وي.

په غزه کې سیمه ییزو چارواکو ویلي چې اسراییلي ځواکونو پرخان یونس د بریدونو په جریان کې په غزه کې روغتونونو ته لارې او هم د جګړې له سیمو یې د خلکو د تیښتې لارې بندې کړي دي.

د اسراییل پوځ ویلي چې په دغه برید کې په نښه شوی ځای د حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله بولي، یومرکزو.

خان یونس چې په دې وروستیو کې پرې د اسراییل پوځ بریدونه زیات کړي، د غزې د مرکز جنوب ته په ۲۵ کیلومترۍ کې پروت دی.