اوکراین: د روسیې د لوېدلې الوتکې د سپرلۍ په اړه معلومات نه‌شته

روسیې ویلي چې په دغه پوځي الوتکه کې ۶۵ اوکرایني اسیران سپاره وچې ټول وژل شوي دي.

د اوکراین د استخباراتو مرکزي اداره وایي، په دې اړه کره معلومات نه لري چې د روسیې په لوېدلې الوتکه کې څوک سپاره وو.

د راپورونو له مخې د روسیې یوه پوځي الوتکه پرون چهارشنبې اوکراین پولې ته څېرمه بلوګراد سیمه کې راوغورځېده او ټولې سپرلۍ یې ووژل شوې.

ټاکل شوې وه چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د مخکینۍ موافقې له مخې پرون یو د بل جنګي اسیران تبادله شي.

د اوکراین د استخباراتو ادارې وویل چې د زندانیانو د تبادلې په اړه یې له روسیې سره کړې ژمنې بشپړې عملي کړې دي.

روسیې ویلي چې په دغه پوځي الوتکه کې ۶۵ اوکرایني اسیران سپاره وو چې ټول وژل شوي دي.

تر دې مخکې د روسیې دفاع وزارت اوکراین تورن کړی و چې د دغې الوتکې په راغورځېدو کې لاس لري، خو کییف تراوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.