د بشري حقونو د څار سازمان: د هرې ورځې په تېرېدو افغان ښځو او نجونو ته ژوند سختیږي

د طالبانو د کړنو يو شمېر اعتراض کوونکې مېر

د بشري حقونو د څار سازمان وایي، د هرې ورځې په تېرېدو افغان ښځو او نجونو ته ژوند سختیږي.

د دغه سازمان د ښځو د حقونو مشرې هیدر بار نن چهارشنبه پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر د ښځو او نجونو د ستونزو د زیاتېدو دوه لاملونو ته اشاره کړې.

د دې په ټکو، لومړی لامل دادی چې طالبان اکثره وخت " سپکونکې" تګلارې معرفي کوي او دویم لامل چې نوموړې خطرناک ګڼلی، د همدې تګلارو د پلي کولو څرنګوالی دی.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته نجونې او مېرمنې له تعلیم او کاره منع کړي او په ګڼو نورو ټولنیزو برخو کې یې هم د هغوی په ګډون بندیزونه لګولي دي.

که څه هم نړیوالې بشري ادارې وخت نا وخت د طالبانو پر دغو تګلارو نیوکه کوي، خو طالبان بیا د خپلو تګلارو ننګه کوي.