د روسیې یوه پوځي الوتکه په بلګورود کې لوېدلې

ارشیف

د روسیې یوه پوځي الوتکه چې د راپورونو له مخې اوکرایني جنګي اسیران یې لېږدول، نن د روسیې بلګورود سیمه کې لوېدلې ده.

د ازادي راډیو روسي څانګې لیکلي چې په الوتکه کې ۶۵ د اوکراین اسیر سرتېري، ۶ تنه عمله او درې امنیتي ساتونکي سپاره وو.

تراوسه دا معلومات نه شته چې پېښه کې څوک ژوندي پاته دي او که نه.

د بلګورود والي ویاخیسلاف ګلدوف ویلي، پېښه رامنځته شوې، خو ډېر جزيیات یې نه دي ورکړي.

پر ټولنیزو شبکو خپرو شویو ویډیوګانې کې ښکاري چې یوه پوځي الوتکه پر ځمکه لوېږي او له یوه درانه غږ او چاودنې وروسته ترې لوګي پورته کېږي.