ازبکستان او پاکستان په افغانستان کې د ټرانسپورټ او مواصلاتو په پروژو خبرې کړي

ازبکستان او پاکستان په افغانستان کې د ټرانسپورټ او مواصلاتو پر موجوده پروژو خبرې کړي دي.

دغه مسئلې د افغانستان لپاره د ازبکستان او پاکستان د ځانګړو استازو عصمت الله ایرګاشیف او اصف دراني ترمنځ خبرو کې یادې شوې.

دغه ملاقات په تاشکند کې شوی دی.

تریند خبري اژانس چې تر ډېره د منځنۍ اسیا او قفقاز سیمې پېښې راپور کوي نن چهارشنبه لیکلي چې دواړو لوریو د ترمز-مزارشریف او کابل-پېښور پر ریل لارو خبرې کړي دي.

د پاکستان چارواکو دغه پروژې د سیمه ییز اتصال لپاره مهمې بللې دي.

د رېل لارو د دغې پروژې لومړني لګښتونه ۵ میلیارده ډالره اټکل شوي.