په اسراییل کې د وژل شویو پوځیانو لپاره د ویر مراسم نیول شوي

د وژل شويو اسراییلي پوځیانو لپاره د وير له مراسمو يو انځور

اسراییلي پوځیانو پر غزې تړانګې خپلو درنو بریدونو ته داسې مهال دوام ورکړی چې په اسراییل کې دننه په همدې جګړه کې د وژل شویو پوځیانو د ویر مراسم نیول شوي دي.

فرانس پریس اژانس لیکلي چې د اسراییلي پوځیانو د جګړې تمرکز د غزې تړانګې پر خان یونس سیمه دی.

د اسراییل پوځ وایي، د غزې د جګړې له پيله د دوی سرتېرو ته مرګونې ورځ تېره دوشنبه وه چې د دوی په ټکو د ترهګرو په غلچکيو بریدونو کې ۲۴ تنه ووژل شول.

اسراییلي پوځیان په غزه کې له حماس سخت دریځې ډلې سره چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، په جګړه بوخت دي، خو ملګري ملتونه وایي، د جګړې زیان عامو خلکو ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام خبرداری ورکړی چې د غزې څه باندې دوه میلیونه اوسېدونکي د خوړو له شدید نه مصونیت سره مخامخ دي.