د ترکیې پارلمان په ناټو کې د سویډن غړیتوب تایید کړ.
له دې سره په ناټو کې د سویډن د غړیتوب پر وړاندې لوی خنډ له منځه ولاړ.
د ترکیې پارلمان پرون په خپله غونډه کې په ۲۸۷ دوه سوه اوه اتیا موافقو، ۵۵ پنځه پنځوس مخالفو او څلور ممتنع رایو په ناټو کې د سویډن د غړیتوب لایحه تصویب کړه.
دا لایحه په رسمي جریده کې له خپرېدو وروسته رسماً نافذیږي او تمه ده چې دا کار ډېرژر وشي.
د سویډن صدراعظم اولف کریستینسن پر خپل ایکسپاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې له دې سره دا هېواد د ناټو پوره غړیتوب ته یو بل ګام هم ورنژدې شو.
اوس یوازې هنګري پاتې دی چې تراوسه یې په ناټو کې د سویډن غړیتوب ته اجازه نه ده ورکړې.