امریکا په عراق کې د ایران پلوه ملېشو اهداف ویشتلي

سنتکام پر ایکس شبکې په یو بیان کې ویلي چې په دې حملو کې د کتایب حزب‌الله مرکزي قرارګاه، زېرمه تون او د راکټونو د توغولو روزنځایونه په نښه شول.

متحدوایالتونو په عراق کې هغه اهداف ویشتلي چې ایران پلوه ملېشې کار ترې اخلي.

د امریکا د پوځ مرکزي قرارګاه سنتکام پرون وویل چې ځواکونو یې په عراق کې پر هغو تاسیساتو یواړخیزې هوايي حملې وکړې چې د کتایب حزب‌الله او نورو ایران پلوو ډلو وسله‌وال یې کاروي.

سنتکام پر ایکس شبکې په یو بیان کې ویلي چې په دې حملو کې د کتایب حزب‌الله مرکزي قرارګاه، زېرمه تون او د راکټونو د توغولو روزنځایونه په نښه شول.

بیان زیاتوي چې دا بمباري د عراق په لوېدیځ کې د الاسد پر هوايي ډګر د جنوري د شلمې د برید په ګډون د کتایب حزب الله د حملو ځواب و.