په کاناډا کې د افغانستان په اوسني وضعیت غونډه شوې

د کاناډا بیرغ

د افغانستان لپاره د کاناډا فیمینستي ټولنې پرون د افغانستان په اوسني وضعیت یوه غونډه جوړه کړې وه.

د غونډې ګډونوالو ویلي چې په افغانستان کې ګڼ فرصتونه د یووالي د نشتوالي په خاطر له لاسه وتلي دي.

د دې غونډې ګډونوالو د افغان ښځو پر وضعیت ځانګړی بحث کړی دی.

د ۲۰۲۱م کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبانو یو ځل بیا پر افغانستان واک تر لاسه کړ، له شپږم ټولګي پورته نجونې په ښوونځیو کې له زده کړو منعې شوې او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې هم افغان ښځې او نجونې پوهنتونونو ته له تلو منع شوې.

طالبانو د ملګرو ملتونو په ګډون په ډېرو دولتي ادارو او ټولو نادولتي ادارو کې د ښځو او نجونو پر کار بندیزونه هم لګولي دي.