د ملګرو ملتونو سرمنشي په غزه کې د یوه سمدستي بشري اوربند غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په غزه کې د یوه سمدستي بشري اوربند غوښتنه وکړه.

هغه د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې وینا وکړه.

ګوټېرېش وویل د غزې خلک له دومره پراخې تباهۍ سره مخ دي چې په معاصر تاریخ کې ساری نه لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي غزې تړانګې ته د زیاتو بشري مرستو د رسېدو لپاره غږ پورته کړ.

ملګرو ملتونو مخکې نیوکه کړې وه چې د دوی کارکوونکي د اسراییل له خوا د بشري مرستو ویش ته سم نه پرېښودل کېږي.

اسراییل هغه وخت دا نیوکې رد کړې وې.

په غزه باندې د اکتوبر له اوومې وروسته له هغه د اسراییل پراخې بمبارۍ او بریدونه پیل شول چې د امریکا او اروپا له خوا ترهګر ګڼل شوي سازمان حماس جنګیالیو پر اسراییل برید وکړ او لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان یې په یوه ورځ ووژل.

د اسراییل په ځوابي برید کې د حماس تر کنټرول لاندې غزې روغتیا وزارت د بیان په اساس تر دې دمه شاوخوا ۲۶زره کسان وژل شوي.

په غزه کې لکونه کسان بې کوره شوي او سختو مرستو ته اړتیا لري.