په پاکستان کې د انتخاباتو پر سر د لانجو په دوام یوه پلار خپل زوی وژلی دی.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې، پېښه هغه مهال وشوه چې له قطر څخه راستانه شوي یوه کارګر په پېښور ښار کې کورته تر راستنېدو وروسته د پخواني صدراعظم عمران په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند بیرغ د کور پر سر اوچت کړ.
د پېښور د پولیسو یو چارواکی نصیر فرید وايي، پلار خپل زوی ته وویل چې د تحریک انصاف بیرغ لیرې کړي خو هغه ونه منله.
فرید وايي، وروسته د پلار او زوی ترمنځ لانجه لویه شوه او په پایله کې یې پلار خپل ۳۱ کلن زوی د تومانچې په ډزو وواژه او وتښتېد.
پولیس وايي قاتل چې د عوامي ملي ګوند له پلویانو څخه دی او مخکې یې پر خپل کور د دې ګوند بیرغ لګولی و، د دوی تر تعقیب لاندې دی.
د پاکستان په انتخاباتو کې چې د فبروري د اتمې لپاره پلان شوي دي مخکې له دې هم د تشدد ګڼ راپورونه ورکړل شوي دي او یوشمېر کاندیدان د تندلارو اسلامپالو ډلو له خوا په نښه شوي دي.